11 Aug 2026, 18:52 UTC19 views3 reactionsread 12 August 2026 Photo
په کویټ کې د افغانستان د سفارت سرپرست مولوي محمد شفیق خطیب د «مجموعه السایر» شرکت له اجرائیوي مرستیال سره وکتل.
په دې لیدنه کې د افغانستان پر اقتصادي او سوداګریزو فرصتونو خبرې شوي او د شرکت مسوول افغانستان ته د سفر لپاره خپله لېوالتیا څرګنده کړې.
#باختراژانس
🥰2❤1
Signed نصــــرت لالا
11 Aug 2026, 09:16 UTC60 views15 reactionsread 12 August 2026 Photo
د را روانې شنبې په ورځ په ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده
د هېواد د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري د زمري ۲۴مه د فتحې د ورځې په ویاړ عمومي رخصتي اعلان شوه.
له یاد وزارت څخه باختر اطلاعاتي اژانس ته په رالېږل شوي مکتوب کې راغلي:« دا چې په هېواد کې د اسد ۲۴ مه د افغانستان د مجاهد ولس د ازادۍ او ویاړ ورځ ده، له دې امله د شنبې ورځ د ۱۴۴۸ سپوږمیز کال د ربیع الاول لومړۍ نېټه چې د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري له ۲۴مې سره سمون لري د…
❤6🥰5🕊4
Signed نصــــرت لالا
10 Aug 2026, 16:04 UTC86 views6 reactionsread 12 August 2026 Photo
د افغانستان او ترکمنستان لوړپوړو چارواکو په تورغونډۍ کې د تاپي پروژې د پرمختګ، اقتصادي همکاریو او د ګډو بنسټیزو پروژو د چټکتیا په اړه خبرې کړي.
دواړو لوریو د تاپي پروژې د پاتې چارو د بشپړولو، هرات ته د ګاز رسولو شبکې جوړولو، د لاجورد لارې د فعالولو او د هرات–تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ د بیا رغونې او پراختیا پر چټکتیا ټینګار کړی.
په پای کې پرېکړه شوې، چې د تاپي، تاپ، فایبر نوري او اوسپنې پټلۍ پروژو د تعقیب او چټکتیا لپاره د…
👍2💯2🕊2
Signed نصــــرت لالا
10 Aug 2026, 11:38 UTC90 views6 reactionsread 12 August 2026 Photo
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې پلاوي په عشقآباد کې د ترکمنستان له سوداګریزو مسوولینو، سوداګرو، صنعتکارانو او پانګهوالو سره وکتل.
په دې لیدنه کې د انرژۍ، صنعت، ترانسپورت، ټرانزیټ، لوژستیک او نورو مهمو اقتصادي برخو کې د سوداګرۍ او پانګونې د همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې.
#باختراژانس
🎉2🥰2👍1💯1
Signed نصــــرت لالا
10 Aug 2026, 11:37 UTC81 views6 reactionsread 12 August 2026 Photo
په هرات ولایت کې د ١٤٣ میلیونه امریکايي ډالرو په پانګونې د ګلبهار سمنټو د تولید پروژې د جوړولو چارې پیل شوې.
د پروژې د پیل په مراسمو کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخند، اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي او د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایتالله بدري ګډون کړی و.
د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، د یادې فابریکې د جوړېدو چارې به په دوو کلونو کې بشپړې شي او د پروژې لومړي پړاو کې به ه…
❤3💯1🕊1🥰1
Signed نصــــرت لالا
9 Aug 2026, 13:07 UTC101 views8 reactionsread 12 August 2026 Photo
*په هرات کې د زون په کچه معیاري لابراتوار ګټې اخیستنې ته وسپارل شو*
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په ۱۸مه نېټه هرات ولایت ته د سفر په ترڅ کې په دغه ولایت کې د سویل-لویدیځ زون په کچه د خوراکي توکو، درملو او صحي محصولاتو د کیفیت ارزونې معیاري لابراتوار ګټې اخیستنې ته وسپاره.
د ګټې اخیستنې مراسمو کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام ح…
❤3🕊3🥰2
Signed نصــــرت لالا
9 Aug 2026, 13:03 UTC89 views3 reactionsread 12 August 2026 Photo
د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وایي، په هرات کې د خوړو او درملو د کیفیت د ارزونې په معیاري نوي پرانستل شوي مرکز کې به د لوېدیځ زون د فابریکو تولیدات وکتل شي.
نوموړي ټینګار کړی. چې هېواد ته به د غیرمعیاري خوړو او درملو د تولید او واردولو اجازه ورنه کړل شي او له سوداګرو یې غوښتي چې د خوړو او درملو کیفیت ته جدي پاملرنه وکړي.
#باختراژانس
❤2🥰1
Signed نصــــرت لالا
9 Aug 2026, 13:03 UTC84 views3 reactionsread 12 August 2026 Photo
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وایي، په هرات کې د خوړو او درملو د کیفیت د ارزونې معیاري لابراتوار به د کورنیو تولیداتو د کیفیت له لوړولو او په بهرنیو بازارونو کې د هغوی د سیالۍ له پیاوړتیا سره مرسته وکړي.
نوموړي دغه مرکز د غیرمعیاري محصولاتو د وارداتو د مخنیوي لپاره مهم ګام بللی دی.
#باختراژانس
❤2🥰1
Signed نصــــرت لالا
8 Aug 2026, 18:23 UTC101 views9 reactionsread 12 August 2026 Photo
د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې د سمنټو د یوې سترې فابریکې د جوړولو چارې پیلېږي.
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، پر دې پروژه ۱۴۳ میلیونه ډالر پانګونه کېږي او له بشپړېدو وروسته به فابریکه هره ورځ ۳ زره ټنه سمنټ تولید کړي.
د چارواکو په وینا، د فابریکې په جوړېدو او فعالیت سره به شاوخوا ۵ زره کسانو ته مستقیمه او غیرمستقیمه کاري زمینه برابره شي.
#باختراژانس
❤7👍1🕊1
Signed نصــــرت لالا
8 Aug 2026, 09:15 UTC120 views4 reactionsread 12 August 2026 Photo
د هرات د ادرسکن ولسوالۍ په ظلم اباد او هومیش نسر کلیو کې د څښاک اوبو دوه شبکې د ۹ میلیونه او ۷۱۹ زره او ۸۹۶ افغانیو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د هرات د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست وایي، په دغو پروژو کې دوه د اوبو څاه ګانې، دوه کانکریټي ذخیرې، ۲۰۰ شیردهنې او ۱۲ زره او ۵۶۰ متره د اوبو نل لیکې جوړې شوې دي.
د چارواکو په وینا د دغو شبکو په بشپړېدو سره ۳۹۳ کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی برابر…
❤3💯1
Signed نصــــرت لالا
8 Aug 2026, 06:05 UTC119 views5 reactionsread 12 August 2026 Photo
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې ترمنځ درې اړخیزه دفاعي هوکړه په مکه مکرمه کې لاسلیک شوې ده.
په دې غونډه کې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ګډون کړی و.
د هوکړې له مهمو مادو څخه یوه ګډه دفاع ده، چې له مخې یې پر یوه هېواد وسلهوال برید پر ټولو درېیو هېوادونو برید ګڼل کېږي.
د ترکیې چارواکو ویلي، دغه هوکړه د هېڅ ځانګړي هې…
❤2🥰2🕊1
Signed نصــــرت لالا
8 Aug 2026, 03:42 UTC120 views10 reactionsread 12 August 2026 Photo
د نن ورځې نېټه.
#باختراژانس
🕊6❤2🥰2
Signed نصــــرت لالا
Showing the 12 most recent of 19 posts we hold for @Bactria3. View and reaction counts are the latest single reading for each post, not a live figure, and a recent post is still accumulating both. A view count marked ≈ was rounded by Telegram before we ever saw it — t.me prints views in full below 1,000 and to three significant figures above, so ≈1,200,000 means somewhere between 1,150,000 and 1,249,999. Unmarked counts are exact. Text is reproduced from the public post preview and truncated for length.