7 Aug 2026, 17:14 UTC72 viewsread 7 August 2026 Photo
د ازبکستان د فرغانې والي د افغانستان د یو شمېر سوداګریزو شرکتونو له مشرانو سره د پانګونې، سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه لیدنه وکړه.
د فرغانې ولایت د دفتر په وینا، دواړو لوریو د پانګونې، کرنې، انرژۍ، هوايي او ځمکني ترانسپورټ په برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.
همدارنګه هوکړه شوې چې ګډې پروژې، دوه اړخیزه سوداګري او اقتصادي همکارۍ به په چټکۍ سره پر مخ وړل کېږي.
#باختراژانس
Signed Hamid🍁
7 Aug 2026, 17:14 UTC68 viewsread 7 August 2026 Photo
د لوړو زده کړو وزارت، امارتي پوهنتونونو او دیني جامعاتو د رهبرۍ دوه ورځنۍ ګډه غونډه د لوړو زدهکړو وزیر شیخ مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ په کندهار پوهنتون کې پای ته ورسېده.
په غونډه کې د لوړو زدهکړو د کیفیت لوړولو، د عملي زدهکړو د پراختیا، د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونو د رامنځته کولو او د علمي څېړنو د ملاتړ په اړه خبرې وشوې.
همدارنګه د محصلانو د ستونزو د حل او د پوهنتونونو او دیني جامعاتو د علمي او اداري ظرفیت د …
Signed Hamid🍁
7 Aug 2026, 14:02 UTC124 viewsread 7 August 2026 Photo
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وایي، تېره ورځ ۴۱۹ کورنۍ چې ٢۰۴۸ تنه کېږي، هېواد ته راستانه شوي دي.
د راپور له مخې، ٣۶۷ کورنۍ خپلو اصلي ولایتونو ته لېږدول شوي او ۴۴۸ کورنیو ته نغدي مرستې ورکړل شوې دي.
همدارنګه ۳۹۰ سیمکارتونه وېشل شوي او راستنېدونکو ته روغتیايي، خوراکي او د عامه پوهاوي خدمات هم وړاندې شوي دي.
#باختراژانس
Signed Hamid🍁
7 Aug 2026, 13:40 UTC123 viewsread 7 August 2026 Photo
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د «پیاوړی اقتصاد، هوسا افغانستان» تر شعار لاندې د فکر خونې دویمه غونډه ترسره کړې.
په غونډه کې د پوهنتون استادانو، اقتصادپوهانو او متخصصینو د پانګونې د پیاوړتیا، د صادراتو د زیاتوالي او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو پر لارو چارو خبرې کړې دي.
ګډونوالو د کورنیو تولیداتو پر ملاتړ او د هر اړخیزې اقتصادي ستراتیژۍ پر جوړولو هم ټینګار کړی.
د غونډې موخه د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره د ع…
Signed Hamid🍁
7 Aug 2026, 06:57 UTC167 viewsread 7 August 2026 Photo
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې یو پلاوی د سوداګریزو، اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو د پراختیا په موخه ترکمنستان ته تللی دی.
دغه سفر کې د چارجوی – مزارشریف د نوې ټرانزیټي لارې د جوړېدو وړاندیز شوی دی.
ترکمنستان هم ویلي چې په نږدې راتلونکي کې به د ۱۰۰ کسیز سوداګرو او پانګوالو پلاوی افغانستان ته واستوي.
دواړو لوریو د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او سوداګرۍ د پراختیا پر دوام ټینګار کړی دی.
#باختراژانس
Signed Hamid🍁
7 Aug 2026, 06:37 UTC169 viewsread 7 August 2026 Photo
افغان سوداګر میرویس عزیزي ویلي، د عزیزي انرژۍ شرکت او د چین شانګهای الکتریک شرکت ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شوی دی.
د نوموړي په وینا د دې هوکړې له مخې به په راتلونکو څلورو کلونو کې په افغانستان کې د ۳ زره مېګاواټه برېښنا د تولید فابریکې جوړې شي.
دغه پروژې د افغانستان د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا د تولید د پلان یوه برخه بلل شوې ده.
همدارنګه په کابل، پروان او غزني کې د ۳۳۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا درې پروژې هم تر کار …
Signed Hamid🍁
7 Aug 2026, 04:19 UTC158 viewsread 7 August 2026 Photo
Photo, posted without a caption
Signed Hamid🍁
7 Aug 2026, 04:19 UTC151 viewsread 7 August 2026 Photo
Photo, posted without a caption
Signed Hamid🍁
7 Aug 2026, 04:19 UTC152 viewsread 7 August 2026 Photo
Photo, posted without a caption
Signed Hamid🍁
7 Aug 2026, 04:19 UTC154 viewsread 7 August 2026 Photo
د بلخ د شرطې له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه د شمال زون د پنځو ولایتونو ۳۳۷ مجاهدین له عقیدتي او مسلکي زده کړو وروسته فارغ شول. د فراغت په مراسمو کې د بلخ مرستیال والي مولوي نورالهادي ابو ادریس او نورو ګډونوالو د اسلامي نظام پر ساتنې، د شرطې پر مسؤولیتونو او د زده کړو پر عملي پلي کېدو ټینګار وکړ. د مراسمو په پای کې فارغ شویو مجاهدینو ته تصدیقپاڼې او ستاینلیکونه ووېشل شول او پوځي پرېډ هم ترسره شو.
#باختراژانس
Signed Hamid🍁
7 Aug 2026, 04:10 UTC148 viewsread 7 August 2026 Photo
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، له ایران سره د خبرو بهیر ښه روان دی او ښايي جګړه ژر پای ته ورسېږي.
نوموړي ویلي، دی په شخصي ډول له تهران سره په مذاکراتو کې ښکېل دی او امکان لري ژر یوې هوکړې ته ورسېږي.
ټرمپ د هرمز تنګي په اړه هم ویلي، چې وضعیت تر ډېره کنټرول کې دی، خو ایران لا هم کولی شي پر دغې مهمه لارې نفوذ ولري یا ماینونه ځای پر ځای کړي.
#باختراژانس
Signed Hamid🍁
7 Aug 2026, 03:16 UTC147 viewsread 7 August 2026 Photo
د نن ورځې نېټه.
#باختراژانس
Signed Hamid🍁
Showing the 12 most recent of 32 posts we hold for @BakhtarNA. View and reaction counts are the latest single reading for each post, not a live figure, and a recent post is still accumulating both. A view count marked ≈ was rounded by Telegram before we ever saw it — t.me prints views in full below 1,000 and to three significant figures above, so ≈1,200,000 means somewhere between 1,150,000 and 1,249,999. Unmarked counts are exact. Text is reproduced from the public post preview and truncated for length.