7 Aug 2026, 17:15 UTC19 viewsread 7 August 2026 غزل!
شپه لۀ دردونو سره تېره شې سحر لټوم
حسن دي دومره مئین کړی یم چي لمر لټوم
ليونۍ مينه د بلها اثر يې کړی پر ما
ورکه لالیه ستا د دوو سترګو نظر لټوم
همېش خبرو کې تکرار د جانان ډیر کومه
نوم د ها تللي په مجلس کي مکرر لټوم
که انقلاب ستا د یادونو داسي ګرځي اشنا
زه به تر څو پوري تور غرونه او بهر لټوم
که لۀ اسمانه غیبانه غږ د مرګي را وشي
لا بۀ هم ستا هغه سپین مخ لکه قمر لټوم
هلته دا ستا ديدن دی ځکه ژوندون نۀ غواړمه
س…
Signed بريال هلمندی بريال هلمندی
7 Aug 2026, 09:26 UTC54 views3 reactionsread 7 August 2026 حسن څرګند شو او ښکلایې سلامي کوله
اِنس، جِن، ملک، زمین، سما یې سلامي کوله
د جهل خور څادر هم ټول شو په راتګ د هغه
ورته حیرانه وه دنیا یې سلامي کوله
چې یې پناه له کافرانو ورته یوړه کله
تیګو او خاورو د حرا یې سلامي کوله
چې به یې ولیدل څېره، متأثر به شولو
له ډېري میني بس هرچا یې سلامي کوله
عزیر آشنا یې اغېزمن شوم له سیرت د جانان
هغه قیصه کړله او ما یې سلامي کوله
عزیر آشنا
❤3
Signed عمر فاتح
6 Aug 2026, 18:50 UTC74 views1 reactionsread 7 August 2026 غزل!!!!
له هغه تیر شه قربان بله تقاضا دي څه ده؟
شبنم چي نه وي وایه ګله تقاضا دي څه ده؟
سترګي دي پرانیزه چي بېلګه دي ته وینې کنه
په ښائستونو بار کابله تقاضا دي څه ده؟
زړه درته نه ښه کوي مړښکاري احساس دخلګو
چاته نغمې کوې بلبله تقاضا دي څه ده؟
پر صفا ځمکه به په و وینې اطراف د اسمان
که دي وه یار لره ویله تقاضا دي څه ده؟
عشاقو کډه کړې نور یې په خوند نه پوهیږي
خبیبه بس دي کړه غزله تقاضا دي څه ده؟
طالب خبیب اِلیاسین
❤1
Signed طالب خبیب اِل یاسین
6 Aug 2026, 17:50 UTC68 views2 reactionsread 7 August 2026 د نظام مخالیفینو ته!!!!!
د ســمیع سادات د څـــو بچــو ســـر پــرېکول، کوو
دا ځـل بخښل نشـــته پــــر میـــــډیا دغه ویل، کوو
دا فکر دي نۀ وهي چي بیا بۀ مــو معاف کړي دوئ
څوک چي مو ګلان ولـــي تــــر داره پورې وړل، کوو
مـــــوږ نۀ پۀ بمـــبار نۀ په زنـــــدان بانــــدي پر وا کوو
څوک چي امن نۀ پرېږدي پر زړۀ زړۀ یې وشتل، کوو
ځیـــنې شـــوه تســلیم ځینې پۀ تېښته بریالي شولۀ
بیا که ټــــوپــــک واخـــلي د سرو بۀ یـــ…
❤1👍1
Signed بريال هلمندی بريال هلمندی
6 Aug 2026, 17:00 UTC59 views2 reactionsread 7 August 2026 حمد او شکر د خالق پروردګار کړم
چې پیدا یې امتیانو کې د یار کړم
برندې سترګې یم د هرچا په دربار کې
له نا کامه مې سر ټیټ ستا په دربار کړم
ستاسو مینه او دعا ده پلاره مورې
وي روښانه چې مزل په کومه لار کړم
که دوخت ګرداب مې غیږه کې ټینګ نه کړي
ارمانو ته مې ترمرګه پورې کار کړم
خپله تیږه حوصله به لکه غر کړم
هر ارمان به دکمال غیږ کې مهار کړم
زړه ته لاره په پیسو کیږي اوس یاره
عبدالله به دچا زړه ته سنګه لار کړم
1405/4/11
ع…
❤2
Signed بريال هلمندی بريال هلمندی
6 Aug 2026, 15:22 UTC65 views1 reactionsread 7 August 2026 لاسونه مو کړل پورته په یو والي او وحدت
قاءم شو امارت قاءم شو امارت
اسد څلیرشتمه خاتمه د بربریت
قاءم شو امارت قاءم شو امارت
دظلم شپي سبا شوې
هرخوا سپنی رڼاشوې
قبولې مو دعا شوې
احسان راباندی وکړ پاک الله رب العزت
که دار وو که زندان وو
حاضر هریوافغان وو
په دین باندې قربان وو
مونږ ټول ورته تیار وو ښه په مینه او غیرت
اوس امن دی خوښۍ دې
هرخواته خوشحالۍ دې
نغمې دازادې دي
ګرځیږي افغانان اوس ښه په مینه ا…
❤1
Signed بريال هلمندی بريال هلمندی
6 Aug 2026, 12:39 UTC70 viewsread 7 August 2026 *ميده ميده اوريږي*
لکه پسرلي کې چې باران ميده ميده اوريږي
پر ما يادونه د جانان ميده ميده اوريږي
هر يو د کلي مازديګر څه بې قراره ښکاري
پکي دګران شهيد ارمان ميده ميده اوريږي
هغه دکومې مورکۍ زوی دښتو رېګو خوړلی
چې لر او بر کې يې داستان ميده ميده اوريږي
پۀ بل وطن کې مسافر وروڼه پۀ ياد وساتی
پر زړو يې ګران افغانستان ميده ميده اوريږي
يتيم د خپل شهيد پلارجان دی د راتلو پۀ تمه
ځکه پۀ خوله يې بابا جان ميده ميده اوريږي
(…
Signed بريال هلمندی بريال هلمندی
6 Aug 2026, 12:27 UTC66 viewsread 7 August 2026 د اسد 24د ازادۍ ورځ
ده را خپره په وطن د استقلال لمنه
له پاکې خاورې ټوله شوه د اشغال لمنه
ګرېوان یې څيرې شولو تڼۍ یې وشلېدلې
پاره پاره شوه دلته د هر دجال لمنه
لمانځو په مینه باندې څلورویشتم د اسد
پاشي په زړونو خوښۍ د خوږ شمال لمنه
ورکې شوې تورې تیارې د ظلم جبر وحشت
وغوړېده د امن د سپین مشال لمنه
پرېږدۍ د کرکې نفرت د انفصال لمنه
نیسۍ د مینـې وحدت د اتصال لمنه
د خپلواکۍ زمزمې اورم عاجزملنګه
امارت وړې له مینــــځ …
Signed بريال هلمندی بريال هلمندی
6 Aug 2026, 10:08 UTC80 views2 reactionsread 7 August 2026 د *هېواد ادبي ټولنه* د ۳۲ مې آنلاین اونیزې
مشاعرې غوره بیتونه
*نیټه: ۲۲ صفرالمظفر ۱۴۴۸*
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
*انتخابي بیت!*
*ستړی ستوان یمه زه*
*بیا هم روان یمه زه*
*ایوب صابر*
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
هسې نادان يمه زه
کله انسان يمه زه
محمد ابراهیم همکار
تا ته به هره شېبه
په ځار قربان يمه زه
محمدرفیق ریحان
ما غورځېدل زده…
❤2
Signed بريال هلمندی بريال هلمندی
5 Aug 2026, 19:47 UTC88 views5 reactionsread 7 August 2026 د زمري څلرویشتمه
د زمري څلرویشتمه د وطن حریت محراب
استقلال د شهید وینه ارواحونو ته یې آداب
استکبار د جبروت مغرور طمطراق په ګوندو
د تاریخ پر تندي لیک شو یو زرین فصل باب
سور لښکر چې دغرور په آذرخش چه نازیدو
نن د نخوت هر یو بنیاد شو د خاورو سیلاب
د ظلم او د زور ماڼۍ نسکورې شولې نور
د حق د صبر هر نفس روښانه دی شهاب
د شهیدو ګل غوټیو وینې دلته دي شیندلي
غوړولی دې خوناب د خپلواکۍ ښکلی ګلاب
هره لوېشته د دې خاورې د غیرت…
❤4💔1
Signed بريال هلمندی بريال هلمندی
5 Aug 2026, 17:02 UTC81 views5 reactionsread 7 August 2026 ځیني کاته دسړي زړه وړي داسې
لکه بادونه چې اوبه وړي داسې
نه به سهار اونه ماښام قرار وي
خوندونه ټول دژوندانه وړي داسې
خوږې خبرې کوي زړه ښوره وي
په شفتینو کې خواږه وړي داسې
دیت به هم دزخمي زړو ورکوي
څوک چي په سترګو تور باڼه وړي داسې
نور یې دژوند هریوکردار شو نوی
صرف غمونه ستا زاړه وړي داسې
ژوند خودي خپل دی او هرڅه دي خپل دي
قربان دې شم خو څوک یې نه وړي داسې
دتورو سترګو یار یې مخکې تللی
اوس .حم…
❤3👍2
Signed بريال هلمندی بريال هلمندی
5 Aug 2026, 14:27 UTC86 views4 reactionsread 7 August 2026 ټول به راټول وي، یوه کیسه به کوي،
بعضې به ګوري، تماشه به کوي.
که پر څلورو اوږو بار یې کړمه،
زما د وجود هم جنازه به کوي.
تاسو نن ما هم بېدیدنه مه وړئ،
بیا به څوک شپې پر هدیره به کوي
غم به زما هېڅوک ګاللای نه سي،
خبرې ستورو ته په شپه به کوي.
یار به په کور، کلي کې چیغې وکړي،
که یار خبر شو، نو سکته به کوي.
په لپو لپو اوښکې ماتې به کړي،
رسالت، ژوند ته خاتمه به کوي.
رسالت رسان.
❤4
Signed بريال هلمندی بريال هلمندی
Showing the 12 most recent of 22 posts we hold for @Jonghara_233. View and reaction counts are the latest single reading for each post, not a live figure, and a recent post is still accumulating both. A view count marked ≈ was rounded by Telegram before we ever saw it — t.me prints views in full below 1,000 and to three significant figures above, so ≈1,200,000 means somewhere between 1,150,000 and 1,249,999. Unmarked counts are exact. Text is reproduced from the public post preview and truncated for length.