6 Aug 2026, 07:37 UTC4 viewsread 7 August 2026 غزل
زما وطنه! ستا په مینه کې وقار یم
ستا د سباوون د لارې یو معمار یم
چې قلم مې د رڼا په لور روان دی
زه د پوهې د کاروان یو خدمتګار یم
ستا د غرونو او سیندونو په نغمو کې
د طبیعت د ښکلاګانو انځورګار یم
د وطن د مات زړګي پر ټپ مرهم یم
زه د هر کړاو سکون یم، کرار یم
د وطن مینه ایمان غوندې سپېڅلې
زه احساس ورته تلپاتې وفادار یم
ابراهيم احساس
Signed احساس جان
4 Aug 2026, 10:22 UTC6 viewsread 7 August 2026 غزل
ستا د حسن په لمبو کي عبادت کړم
څو روښان د عشق د لارې منزلت کړم
ستا د بڼ د خوشبویو په اذان ویښ شوم
د ګلونو په محراب کې امامت کړم
رڼا څښم له آینې دا ستا دحسن
د وجود پر هره ذره معرفت کړم
شپه کړم تیره ستا د زلفو سوري لاندی
له تیارو نه د رڼا نوی حکمت کړم
ابراهیم احساسه د سپېدو لمبه شوم
څو د شپې پر تندي نوی بشارت کړم
ابراهيم احساس
Signed احساس جان
1 Aug 2026, 16:32 UTC7 viewsread 7 August 2026 غزل
تا ته پروت دی د سرو زرو که تلې زړۀ
ما تړلی د حسین په عقیدې زړۀ
ټیټېدای نه شي داسر دزور په تله
ما روزلی د حیدر په ولولې زړۀ
هر قدم مې د وفا پر لور سجده وی
وړم د صبر په اوږو د حوصلې زړۀ
هره اوښکه مې فرات ته یوه ژمنه
وړم په وینو د رڼا تر قافلې زړۀ
هره شپه دسباوون په انتظار ده
بل ساتمه د امید په پلوشې زړۀ
حق که هر ځل امتحان کړي، شا به نه کړم
ایښی ما دی د یقین په تکیې زړۀ
احساس! ژوند که مې په زر رنګ بلا مات کړ…
Signed احساس جان
1 Aug 2026, 16:32 UTC9 viewsread 7 August 2026 غزل
سپين بيرغ پورته پر کابل دی، ته خبر یې کنه
وطن کې امن پل پر پل دی، ته خبر یې کنه
د آزادۍ لیلا قدم په ناز وهي وطن کې
د سولې ګل یې په اوربل دی، ته خبر یې کنه
د وطن هر وګړي شونډو کې مسکا راغلې
ډک له خوښیو هر محفل دی، ته خبر یې کنه
ګرانه امیره! ستا لښکر د آرام سا اخلي اوس
رارسېدلی تر منزل دی، ته خبر یې کنه
راشئ یو موټی شو، یو بل ته ټینګ لاسونه ورکړو
تړون د هرې ستونزې حل دی، ته خبر یې کنه
احساس مدام کوي تعقیب ست…
Signed احساس جان
27 Jul 2026, 17:37 UTC7 viewsread 7 August 2026 غزل
د سولې باد دې د هر کور پر خوا وږمه واخلي
د کینې اور دې زموږ د کلي خپل لمبه واخلي
د علم لمر دي د تیارو له پاسه سر پورته کړي
هره کوڅه دې د رڼا نوې ډیوه واخلي
د مېنې نوم دې د نفرت له هرې پولې واوړي
هر مات زړګی دې بیا د وصل حوصله واخلي
د ورور په وینو دې نور نه رنګېږي دا چمن
قاتل ضمیر دې د وجدان سزا پخه واخلي
د مور دعا دې د اسمان تر ستورو لوړه خېـژي
زلمی بچی دې د بریا خوږه شېـبه واخلي
احساسه! شعر دې د وطن دميني ب…
Signed احساس جان
27 Jul 2026, 11:10 UTC6 viewsread 7 August 2026 غزل
ستا د عشق د ښار کباب یـمه، راځه
ستا په حسن زه ګـلاب یـمه، راځه
ستا د سترګو په لیدو مي سهار کیـږي
بې له تا لـکه مهتاب یـمه، راځه
ستا په یاد مي هره ساه عبادت ښکاري
ستا په عشق کي زه کامياب یمه، راځه
ستا د حسن په جلوه مې زړه ایـسار
ستا په مېـنه کي غرقاب یمه، راځه
ستا د شونډو په موسکا مي پسرلی شي
بې له تا خراب تراب یمه، راځه
زه احساس! به دا ستا نوم په زړه ساتم
ځکه تل درته بیـتاب یمه، راځه
ابراهيم احساس
Signed احساس جان
23 Jul 2026, 05:37 UTC7 viewsread 7 August 2026 غزل
موږ تل وهلې پر اغزو باندې منلې لاره
نه مو پرې اېښې ده د حق او رڼا تللې لاره
که مو په ژوند کې ډېرې سختې مرحلې لیدلي
خو موږ بایللې نه د دغیرت ویاړلې لاره
موږ د ظلمونو په تیارو کې هم رڼا ساتلې
موږه په زړونو کې په مينه تل پاللې لاره
که د وخت سترو طوفانو مو قدم و ازمويه
خو موږ پرې نه ښودله د ایمان سپېڅلې لاره
موږ د شهیدو ارمانو کیسې ژوندۍ ساتلې
تل په سرو وینو مو د آزادۍ ګټلې لاره
احساسه! د دې زمانې که هره شپه …
Signed احساس جان
22 Jul 2026, 11:11 UTC10 viewsread 7 August 2026 غزل
جانانه! ستا رخسار دی مخمل لکه کابل
د عشق د ښار پاچا یې، بېبدل لکه کابل
چې ستا د سترګو سیوری مي زړګي باندي راپرېوځي
جنت مي شي دا خوار، ویجاړ منزل لکه کابل
د وصل په ارمان مې هره شپه سبا کومه
په تمه یم د مینې د حاصل لکه کابل
که هر طرف اغزي دي د دنیا په ستړو لارو
داستا د مینې لار ده راته ګل لکه کابل
احساسه! که نصیب دې د جانان ليدنه درکړي
نو ژوند به دې شي ښکلی مکمل لکه کابل
ابراهيم احساس
Signed احساس جان
20 Jul 2026, 03:25 UTC12 viewsread 7 August 2026 غزل
غربت ښه دی، خو وجدان د سړي وژني
مات ارمان او تش ایمان د سړي وژني
دپښتون رواج هم سم خوني يرغل دی
ميني وژني او جانان د سړي وژني
جلايي د یار د خندا جنازه ده
د خوښۍ د بڼ ګلان د سړي وژني
د بېلتون درد مې په سترګو ورېځې وکري،
په وجود کې پاتې توان د سړي وژني.
چې يې ژوند درته دوزخ کړلو احساسه
په دې پوه شه هر آرمان دسړي وژني.
ابراهيم احساس
Signed احساس جان
Channel photo updated
Channel name was changed to «شاعر احساس ځار»
Channel name was changed to «شاعر احساس نوبهاری»
Showing the 12 most recent of 20 posts we hold for @Mhgtrew2023. View and reaction counts are the latest single reading for each post, not a live figure, and a recent post is still accumulating both. A view count marked ≈ was rounded by Telegram before we ever saw it — t.me prints views in full below 1,000 and to three significant figures above, so ≈1,200,000 means somewhere between 1,150,000 and 1,249,999. Unmarked counts are exact. Text is reproduced from the public post preview and truncated for length.