11 Aug 2026, 20:23 UTC80 views5 reactionsread 12 August 2026 آزادي
وطن ته دې راوړې خپلواکي د سترګو توره
طالبه مجاهده، او غازي د سترګو توره
دا ستا د قربانیو، زحمتونو برکت دی
چې لمانځو نن په مینه آزادي د سترګو توره
رپیږي سپین بیرغ د کابل جان په هسکو غرونو
اوسیږي پکې دنګ دنګ شازلمي د سترګو توره
نړۍ کې دې مثال نشته، مثال افغانستانه
نظام دې امارت اسلامي د سترګو توره
هیواد کې هره خوا د استقلال استقلال زیري
راغلې ده ځانګړې خوشحالي د سترګو توره
کاش ته هم نن ژوندی وای، د فاروق را…
❤5
11 Aug 2026, 18:54 UTC99 views6 reactionsread 12 August 2026 وطن
جوړدی له ښکلا وطن
زړه دی داسیا وطن
خدایه راته وه ساتې
له هري بلا وطن
اوس دخپل اصیل بچې
لاس ته ورغلی دی
ورځ تربلي مخ ته ځي
ډېرزیات ځلیدلی دی
نه دی ترچا کم وطن
سیال دټول دنیا وطن
شپه او سهار امن دی
نسته دهیڅ شي وېره
کلی او ښار امن دی
نسته د پردي وېره
واموخیست پردوڅخه
دا زموږ لیلا وطن
غرونه یې غرورلري
خاوره یې پتمنه ده
عمر او منصور لري
ډېره غیرتمنه ده
ویاړ پرې تاریخونه کړې
د ملا دادالله وطن
سترګې اوباڼه مودی
رو…
🥰3❤2😍1
11 Aug 2026, 16:00 UTC128 views11 reactionsread 12 August 2026 نعت شريف
څومره ښکلې مدینه ده چې ځلېږي
د حبیب ښکلې روضه ده چې ځلېږي
په جانان باندې ښایسته او ګلورینه
د اقا مې مناره ده چې ځلېږي
هغه کلي د انصارو او اصحابو
هم د پاک رسول حجره ده چې ځلېږي
ها میدان دی د غزا او شهیدانو
کور د خالد او د حمزه دی چې ځلېږي
پکې کړې زموږ نبي ډېرې غزاګانې
د معصومې د زړه ډېوه ده چې ځلېږي
م معصومي اشنا
#النبوي_بصري_څانګه
❤9🥰2
11 Aug 2026, 14:57 UTC130 views8 reactionsread 12 August 2026 د رباط استشهاد زیږنتون مدرسه
د صفوفو ښکلا د سکون مدرسه
د فطرت په ښکلاوو رڼا پوهنتون
د جهاد او باور انتهاء مدرسه
د عصري علم زړه ته رسا پوهنتون
د عالِم او ملت تقاضاء مدرسه
زمونږ تعهد او قیاس ته مانا پوهنتون
په تقواء علمیت کې بقا مدرسه
زما د سپین مسیر لار ته ښکلا پوهنتون
په طالب عابِدنُ شیدا مدرسه
د جهاد د تدریس ستر مضمون مدرسه
د صفوفو ښکلا د سکون مدرسه
دې قلم او کاغذ خوږ آواز پوهنتون
د جذبې عقیدې حسین راز مدرسه
د…
❤7💯1
11 Aug 2026, 14:53 UTC113 views4 reactionsread 12 August 2026 لکه لمـــــر د مازدیګــــر فنا ڪېدې
په ورو ورو مې له نظر فنا ڪېدې
بېخي سخت ساعت په ما وو هغه ورځ چې
خـــوږې سترګې د دلبر فنا ڪېدې
ارمانجنــــې له دنیا د عقبا غېږ ته
قافلـــــې په لـوی سفر فنا ڪېدې
څه نښتر نښتر ځوانۍ شهادت یوړې
په لمن ڪې د تور غـر فنا ڪېدې
ازادۍ د هغــــو ژڼیـــو وینو راوړه
چې مرمۍ یې په ځیګر فنا ڪېدې
د عاجزملنګ د زړه ملګــــــري تللو
او ڪه وړانګې د سپین لمر فنا ڪېدې
حافظ عاجزملنګ
#النبوي_بصري_څ…
❤4
11 Aug 2026, 14:50 UTC111 views3 reactionsread 12 August 2026 مناجات
تاؤ چي مي لۀ غاړې نه درانه د ګناه پړي وي
هلته مې معاف کړه چې شاهد د وجود غړي وي
خدایه! عفوه وکړه راته خپل فضل کرم باندې
ما بۀ نو لۀ ځانه سره دلته ته څه را وړي وي
راغلم ستا دربار تۀ په ټيټ سر ته يې را وبخښه
کومې تېروتنې چې مي دې دنيا کې کړي وي
تاته چې لپاره د حساب درځم خالقه زۀ
ټوله اندامونه بۀ مې څومره ستړي ستړي وي
پو چې اسرافيل د سور شپېلۍ کړې هغه دم باندې
څومره وار خطا بۀ دغه حال کې ټول وګړي وي
ځکه زۀ …
❤3
11 Aug 2026, 14:32 UTC107 views4 reactionsread 12 August 2026 ملګرو ټوله شعرونه لایک کړﺉ
💯4
11 Aug 2026, 14:28 UTC114 views8 reactionsread 12 August 2026 داسد ۲۴ وشتم په ویاړ///
په غیږه کې دي لمانځو اِستقلال، ګرانه کابله
خپلواک یې او ازاد یې له اِشغال، ګرانه کابله
وهلې دي په تـــــوره ایمانې غربې نــــړئ ده
ته کــــــور یې دعمر او دجـــــلال ګرانه کابله
مستور یې په ښکلا باندي نظر مه شې وطنه
درکــــړئ رب عجــــبه شان جمال ګرانه کابله
دامـــــن پــــــه فضاکې ارام اخلې اولسـونــه
راغلئ ستا تـــر غیــږې بګړیــوال ګرانه کابله
په غیږکې دي دفــن دي صحابه ګرانه هیواده
…
💯6❤2
11 Aug 2026, 14:28 UTC105 views7 reactionsread 12 August 2026 غزل:
داسې چې یاران پۀ بهانه لۀ قافلې وځي
شور به مې پۀ زغرده د سکوت لۀ دایرې وځي
مخ چې ګونځې کېږي، د علت کیسه ضرور لري
شونډې به لۀ زجره خامخا پۀ چا پسې وځي
سترګې پښتنې پاتې، خو هغه حیاء ورکه شؤه
نشته هغه خلک اوس که ډېرې زمانې وځي
لاړې دومره لرې، چې د حد لۀ اندازې لاړې
غم مې د زړۀ سر نور د زغم لۀ اندازې وځي
داغ داغ یې سینه د پري زادو لۀ کالۀ راوړه
ستا انځور خو ځکه د ښایست لۀ ښاریې وځي
سید انور انځور
#النبوي_بصري_…
❤7
11 Aug 2026, 14:28 UTC96 views3 reactionsread 12 August 2026 الله یې نازولي
تر عرشه رسېدلي یې، قربان د سترګو توره
یې ډېر ډېر نازولي ته سبحان، د سترګو توره
حبیبه نازنینه، اې د لوړ حسن پاچا ته
الله یې ته ستا یلي په قرآن، دسترګو توره
ژړلي تاو رب ته د اُمت په غم محبوبه
لوګې لوګې له تا شمه سلطان، دسترګو توره
الله ته خو ډېر ګران یې،او الله پر تا مئن دی
خو ستا په روی پیدا یې دا جهان، د سترګو توره
پر تا باندې درود سلام چې وایمه جانانه
خاموشه زړه زماروښان روښان، دسترګو توره
حنظله…
❤3
11 Aug 2026, 14:28 UTC83 views1 reactionsread 12 August 2026 ښاد ومه جانانه که برباد وم خو چا نه لیدم
اوښکه وم ګیله وم ناز پریاد وم خو چا نه لیدم
ما څومره کوشش کوه چي ستا په وړاندي یادشمه
څه فایده په هر مجلس کي یاد وم خو چا نه لیدم
ستا په جال کي ګیر وم قدرمن وم که بي قدره وم
بند وم که توتې که باز ازاد وم خو چا نه لیدم
زه په وخپل وجود کي ماتیدم راماتیدمه خو
زه لکه دګران افغان جهاد وم خو چا نه لیدم
ولي عمریاره دیار سترګي ړندې شوي دي
مخته یې سپیڅلې اعتماد وم خو چا نه لیدم
م…
❤1
11 Aug 2026, 14:28 UTC79 views1 reactionsread 12 August 2026 اسد څلرویشتم
مـبارک شه مبارک ، دافــغان غیور ملت
د اسد څــلرویــشـتم ، شــو آذان د آزادۍ
ستره فتح او بری ، ترېنه واخست امــارت
ټغر ټول شو د اشغال ، وطن ټوله په قرار
هیوادوال موکړه پیوند ، د خوښیو په یو تار
اوس یې لمانځو ازادي ، ښه په مینه محبت
ده زلمـیو قــربانۍ ، د اولــس مو وه دعــا
مونګه داسـي یرغلګر ، دړي وړي کړل په شا
اوس را ټول مو افغانان ، په یوه ملي وحدت
زمونږ ګران افغانستان ، اوس دی ټوله په امان
نه د ج…
❤1
Showing the 12 most recent of 78 posts we hold for @abawynat88. View and reaction counts are the latest single reading for each post, not a live figure, and a recent post is still accumulating both. A view count marked ≈ was rounded by Telegram before we ever saw it — t.me prints views in full below 1,000 and to three significant figures above, so ≈1,200,000 means somewhere between 1,150,000 and 1,249,999. Unmarked counts are exact. Text is reproduced from the public post preview and truncated for length.