3 Aug 2026, 06:26 UTC22 views2 reactionsread 8 August 2026 #غزل
چي په دونیا دي د وران شوي زړګي کور نه وي
ژوند به نو څه وي چي له ژونده سره شور نه وي
داسي کافره زمانه خو خدایه مه راولې
چي زه روان شمه له شا دوعا د مور نه وي
تا ته کتل چي څوک ګناه ګڼي ګلرنګه یاره
یا به یي عقل یا د دواړو سترګو تور نه وي
په خپلو کړنو پښېماني څه معنی مه یي کوه
چي درته پاتي په اوږو باندي پیغور نه وي
د مخ دیدن نه دي د پیر بابا خورده جوړه ده
چي په لیدو یي د هجران د پېري زور نه وي
ته خو د زړه په ر…
❤2
1 Aug 2026, 01:11 UTC23 views3 reactionsread 8 August 2026 #غزل
دا غلی غلی چي جانان غږیږي
بیا دی لګیا ځان ته له ځان غږیږي
دلته خبري بیخي غټي شولې
څوک له اُ فق څوک له آسمان غږېږي
یوڅوک د وریځي له پلو پټ شوی
دلته په څاڅکو د باران غږېږي
ښایي چي زړه یي مرور وي له ژوند
دا چي په لاره دی روان غږېږي
ملنګ د کلي د کوڅو سړی وو
اوس ورته ګوره لکه خان غږېږي
اویس له درده سم بې حاله وینم
په سمه ورځ هم داسي وران غږېږي
اویس ملا
❤3
10 Jul 2026, 17:30 UTC64 viewsread 8 August 2026 غزل
نن مي بیا د خیال په اننګیو اوښڪي ډنډي وې
ځڪه خو مي یاره په محفل ڪي قیصې لنډي وې
ما به مي له ځان سره قرار قرار زګیروي کول
یاره چي په زړه به مي د درد څړیکي را غونډي وې
دغه یوه ګيله به تر خالقه پوري وړم ضرور
ولي مي دونیا کي دا نازَکي هیلي شنډي وې
ژوند مو څه په سخته زمانه کي روان کړی وو
بار به مو په ماتو اوږو څو د غمو پنډي وې
ټولو به په ګډه زما د ژوند خوښۍ اخیستې وې
جوړي یي اویسه زما له ژوند څخه ملنډي وې
اویس م…
11 Jun 2026, 10:43 UTC120 viewsread 8 August 2026 د سنګر
ګــــــرزوم په سترګـــو کــــــي رانجــــه د سنګر
ایښي مـــــي جـېـبونو کـــي خــــــواږه د سنګر
بیا راته په خوب کــي یو شهید زلمی راغلی وو
راکــــــړې یـــو څـــــو نښي نــــــن هغه د سنګر
نن مي بیا دخیال کـوتري ستا په جبین ګرزېدې
ژېړ مــــــازدیګریــــــه د تــــــور غــــره د سنګر
تنده مي د زړه په زیاتېدو شي مازدیګر چي شي
غــــــواړي رانــــه بیا خــــــوږې اوبــــه د سنګر
یاد یــــي را تازه شــــي د ا…
8 Jun 2026, 01:53 UTC121 views6 reactionsread 8 August 2026 بلدي دي
ګوتي مــــو تَیَاري لــــــه ماشـــــــې سره بلدي دي
سترګـي مــــــو اشنا لـــــه شبګیرې سره بلدي دي
مونــــــږه د سنګر دهــغـــــه هسک کلي وګړي یو
پښې مـــو لـــه همدې خــــړي درې سره بلدي دي
مونـــــږه همیشه ټوپـــک پــــــه غاړه ګرزولی دی
ځـــکه مــــو سینې اوس له چانټې سره بلدي دي
غېږه انفجـــــــار جــــــوړوي لاري مــــو غزا کوي
بــــم ساتـي پــــــه غېږه کي له دې سره بلدي دي
بیا که اراده کوي یــــ…
❤6
7 Jun 2026, 00:39 UTC115 views4 reactionsread 8 August 2026 په ګــــونګو محفلونو کــي هم ګونګي نندارې دي
د زړه پــــر دېـــــــوالونو د نیمګري یاد قیصې دي
د چــا په بېلتانه کي مي رنګ دومره خراب شوی
نمجني پـــه لیدو مـــي دواړه سترګي د آینې دي
له ډېري بې وسـۍ او بې کسۍ داسـي حالت دی
راوړي مـــي لمن کي د خپل مات وجود ټوټې دي
د میني پــــه کـــــــتاب باندي باور لرم خو بیاهم
زمــــــا د زړه خـــــــلاف پکي دا ځیني کلیمې دي
ګلاب د سیند پــــه غاړه دی له تندي مړاوی شوی
دا ټولي…
❤4
5 Jun 2026, 19:01 UTC112 views4 reactionsread 8 August 2026 زه ګرم نـــــه یــم حالاتـــو مجبور کړی یم ژړا ته
ښېرې راڅخه کېږي چي لاس پورته کړم دوعا ته
زه مکر د دې خــــواري زمانـــې داسي رسوا کړم
کتلی پــــــه رڼــــو سترګو اوس نشمه یــــو چاته
د زغـــــم پولي یــــي ماتي کړي د درد درَنو وَزَرو
اوس مــــا د امیدو کیښتۍ پرې ایښی ده هوا ته
لاسونه مــــــــي تـــــړلي ځـــولــنـو د رواجــــونو
نعرې د بــــې وسۍ چــــــي زه کومه هري خواته
حالاتو مي پـــه شونډو باندي وچ پتري ه…
❤4
25 May 2026, 15:04 UTC169 views2 reactionsread 8 August 2026 غزل
ژاړمـــــه قــــربان د زړه له زوره یي ایستلی یم
ناسـت یمه له درد سره له شوره یي ایستلی یم
چاته بـــــه ګیلې د خپل قسمت وکـــــړمه ووایه
دومره بې وسي ده چي له کوره یي ایستلی یم
ستا د غـــم د لاسه مي رنګ دغسي شو وه یاره
ته بـــه وایې مــــړی یم له ګوره یي ایستلی یم
ستا د بېلتانه سېلۍ طــوفان غوندي چلېږي نن
مات یـــمه قـــربان د عشق اوره یي ایستلی یم
نور مــي د الهام ښاپېرۍ مــــړه بوله اویس ملا
نلرم طاقت بېخي …
❤1🥰1
24 May 2026, 08:07 UTC143 viewsread 8 August 2026 اختر
راوړه پــــــه لمن کي دي خوښي اختره ستړي یو
مونږه لـــــــــه دې ستړي زندګي اختره ستړي یو
درد ته مو قربانه د زغم مراندي سستي شوي دي
اوس مـــــو په اورونو سـوځوي اختره ستړي یو
لږ بـــه د حالاتــــــو قهرجنه څــــــهـــره سمه شي
مونږه لــــــه ډیر وخته ځــوروي اختره ستړي یو
ټولـــــي د خـــــوښیو نندارې مو وراني شوي دي
اوس ورسره مــــونږ هم ورانوي اختره ستړي یو
زمونږ د مسافــــرو شازلمیو جـــــامې پاتي شوې
خا…
17 May 2026, 11:32 UTC130 views2 reactionsread 8 August 2026 غزل
خاوري مي په سر شوې د ارمان له غېږي ولویدم
زه نـــــن د غــرور د دنګ اسمان له غېږي ولوېدم
ځان ته مي نعرې کړي رانه ورک په زمانه کي وو
وروسته له ډېر وخته زه د ځان له غېږې ولوېدم
ځـــــان ته مـــــي اوبه په لپو لپو ور شېندلي دي
بیا ژونـــــــد په ښار کي د باران له غېږي ولوېدم
لاړو د ځــــــوانۍ فصل مي وخوړ د نفرت سېلۍ
غشی وم د میني د کــــمان لـــــــه غېږي ولوېدم
ماتـــي سلګکۍ بـــــه مـــــي اُوَیسه تېرولې چي
…
❤1🥰1
17 May 2026, 11:32 UTC157 views2 reactionsread 8 August 2026 غزل
په ټنډه باندي وړمــــــه زرین خـــــال د ازادۍ
اخیستی مـــــي څڼو کــــــــي دسمال د ازادۍ
دا ستا دپــــــاکـــــو وینو برکت دی تللیه یاره
ساتلی چـــــي یــــي لاهم روڼ مشال د ازادۍ
غوټــــــۍ د امیدونو مي ګل شوي دي زړ ګکه
لګیږي يي پـــــر پــــاڼو خـــــوږ شمال د ازادۍ
بلبلي پـــــه نڅـــــا دي د غاټـــولو په دېره کي
پـــــه خپله نرمــــه ژبـــــه وایي حال د ازادۍ
ښکلا چي یي په غرونو او رغونو باندي وینې
همد…
❤1🥰1
17 May 2026, 11:27 UTC133 views1 reactionsread 8 August 2026 *تللی ښه یم*
زه د یـــــو چا له زړه وتلی ښه یـم تللی ښه یم
داسي خاموشه داسي غلی ښه یم تللی ښه یم
زه د عاشق سړي ګریـوان یمه ریښې ریښې یم
خیر دی هـمدغسي شلېدلی ښه یم تللی ښه یم
ماته اُفُـــــق د رنګینیو مخته مـــــه راولـــــــه
زه مي لـــــه بخته ژړېدلی ښه یم تللی ښه یم
زه دسوالګر غوندي له هري خوښۍ لري شومه
زه له شوخي د ژوند وتلی ښه یم تللی ښه یم
په ناروغي کــــي راته مــه راوړه درمل اُوَیسه
زه د مرګـــــي بلا وه…
🥰1
Showing the 12 most recent of 20 posts we hold for @az09owaismula. View and reaction counts are the latest single reading for each post, not a live figure, and a recent post is still accumulating both. A view count marked ≈ was rounded by Telegram before we ever saw it — t.me prints views in full below 1,000 and to three significant figures above, so ≈1,200,000 means somewhere between 1,150,000 and 1,249,999. Unmarked counts are exact. Text is reproduced from the public post preview and truncated for length.