9 Aug 2026, 16:33 UTC1 viewsread 10 August 2026 File
📖 د رسالې نوم: «په اسلام کې د لور فضیلت، ارزښت او مقام».
🔹 ډېری خلک د لور له درلودلو څخه بد وړي او زوی خوښوي.. په داسې حال کې چې رسول الله ﷺ په ګڼو احادیثو کې د لور درلودل یو الهي نعمت ګڼلی دی. د دې رسالې په لوستلو سره به د لور لرلو پر اهمیت او ارزښت پوه شئ.
Signed خادم قرآن او سنت
6 Aug 2026, 16:13 UTC2 viewsread 10 August 2026 Photo
د خلکو د ځورولو او شرمولو له لاملونو څخه یو هم، د هغوی د شخصي ژوند په اړه بېضرورته او بېګټې پوښتنې کول دي.
په حدیث شریف کې راغلي دي: «د یو شخص د اسلام له ښېګڼې څخه دا ده کوم څه چې ده ته اهمیت نه لري [او ورپورې اړه نه لري] پرېږدي» [ترمذي]
ـ دکتر عبدالملک القاسم
Signed خادم قرآن او سنت
4 Aug 2026, 16:29 UTC3 viewsread 10 August 2026 Photo
په لټۍ (تنبلي) کې تر ټولو بد شی دا دی، چې د دې لامل کېږي یو کار د څو کارونو په څېر ښکاره شي!
–مصطفی صادق الرافعی رحمه الله
Signed خادم قرآن او سنت
3 Aug 2026, 16:32 UTC4 viewsread 10 August 2026 Photo
🔹 امام ابن جوزي روايت کړی دی:
🔸 عمر بن خطاب رضي الله عنه د «عام الرمادة» (هغه کال چې مسلمانان سختې لوږې او قحطۍ ځپلي وو) په داسې حال کې چې پر منبر باندې ختلو، د سختې لوږې له امله یې خېټې د قرقر غږ کولو. نو په خپلو لاسونو یې خپله خېټه ووهله او ویې ویل: «پر الله تعالی قسم! که غږ کوې او که نه، ترڅو چې مسلمانان ماړه شوي نه وي، د غوړیو او شاتو څخه خبر نشته».
📚 - مناقب عمر، ابن جوزی، ص 217.
- (شرح صحیح مسلم / اثر: شیخ حکی…
Signed خادم قرآن او سنت
1 Aug 2026, 17:51 UTC5 viewsread 10 August 2026 Photo
🔹 ابن العربي وایي: «د الله جل جلاله له هر نوم سره هغه څه وغواړئ چې د هماغه نوم سره مناسبه وي؛ د بېلګې په توګه ووایاست: اې رحیمه پروردګاره! پر موږ رحم وکړه. اې حکیمه پروردګاره! زما کارونه منظم او استوار کړه. اې رازقه پروردګاره! ما ته رزق او روزي راکړه. اې هادي پروردګاره! ما ته هدایت وکړه».
📚 احکام القرآن ابن العربي (۲/۸۰۵).
📚 تفسیر عون المنان [در تفسیر سورهی بقره]
Signed خادم قرآن او سنت
31 Jul 2026, 05:13 UTC2 viewsread 10 August 2026 Photo
Photo, posted without a caption
Signed خادم قرآن او سنت
31 Jul 2026, 05:13 UTC4 viewsread 10 August 2026 د نظر لګیدو علاج
سترګی لګیدل حق دی لکه څنګه چې نبی ﷺ فرمائیلی دی او داحادیثو په ټولو کتابونو کښی ذکر شوی دی ددی نه منکرین داحادیثو نبوی منکر دی-
سترګی خپل تاثیر نه کوی بلکه رب العالمین پکښی تاثیر اچوی دهغی هم علاجونه بیا شریعت اسلامی خودلی دی۔
دسترګو هم دوه قسمه علاج دی یو مخکښی دلګیدلو نه دویم پس دلګیدلو نه-
(۱)- کله چه دسترګو لګیدلو خطره وی په یو ماشوم باندی یا په زنانه یا پخپل ځان باندی نو دهغی علاجونه دادی :
ش…
Signed خادم قرآن او سنت
30 Jul 2026, 02:47 UTC3 viewsread 10 August 2026 Photo
خپل ملګری په داسې خبرو چې یوازې د هغه زړه ځوروي او کومه ګټه ورته نه لري مه ځوروه؛ ځکه چې دا د ټیټو خلکو کار دی. او هغه څه چې نه پوهېدل یې د هغه په زیان دي، ترې مه پټوه؛ ځکه چې دا د شرپسندو خلکو طریقه ده.
ابن حزم رحمه الله
(الأخلاق والسير في مداواة النفوس: ۶۰)
Signed خادم قرآن او سنت
27 Jul 2026, 18:25 UTC4 viewsread 10 August 2026 Photo
له هغه چا سره چې کله په غوسه کېږي، نو پر تا دروغ تړي، ملګرتیا مه کوه.
فضیل بن عیاض رحمه الله
(شغب الإیمان: ۹۰۵۰)
Signed خادم قرآن او سنت
26 Jul 2026, 17:36 UTC7 viewsread 10 August 2026 Photo
ایا پوهېږئ کورنۍ څه وخت له ماتې سره مخ کېږي؟
• هغه وخت ماتې خورو چې؛ د خپلې کورنۍ د غړو په پرتله پردیو ته زیات ارزښت ورکړو.
• هغه وخت ماتې خورو چې؛ (د نورو) د ستاینې او درناوي لپاره لوی متنونه لیکو، یا د خپلو ملګرو او پېژندویانو لپاره د مېلمستیا د جوړولو په فکر کې یو، خو هېروو چې هره ورځ خپلې کورنۍ ته درناوی وکړو.
• هغه وخت ماتې خورو چې؛ ښکلي لوښي یوازې د مېلمنو لپاره وي، خو د خپلې کورنۍ د غړو لپاره ماتې پیالې او …
Signed خادم قرآن او سنت
25 Jul 2026, 16:59 UTC7 viewsread 10 August 2026 تعصب؛ یوه وژونکې ناروغي
یو له پوهانو څخه وایي:
«تعصب یعنې پرته له عقله ځغاسته (برید کول)، تعصب یعنې استعفا او له عقل سره خدای پاماني کول».
نو راځئ تعصب، چې د تورې پردې په څېر عقل او بصیرت پټوي، یوې غاړې ته کېږدو او په علمي څېړنې سره له سره دیني نصوصو ته وګورو؛ ترڅو هغه حقایق چې زموږ د دیني نصوصو په تل کې نغښتي دي، پیدا کړو او د الله هغو بندګانو ته یې وښیو چې د حقیقت په لټه کې دي.(تحقيقي پیرامون حكم ذبیحه هاي بلاد ما…
Signed خادم قرآن او سنت
25 Jul 2026, 16:59 UTC6 viewsread 10 August 2026 Photo
Photo, posted without a caption
Signed خادم قرآن او سنت
Showing the 12 most recent of 20 posts we hold for @islamic099. View and reaction counts are the latest single reading for each post, not a live figure, and a recent post is still accumulating both. A view count marked ≈ was rounded by Telegram before we ever saw it — t.me prints views in full below 1,000 and to three significant figures above, so ≈1,200,000 means somewhere between 1,150,000 and 1,249,999. Unmarked counts are exact. Text is reproduced from the public post preview and truncated for length.