6 Aug 2026, 16:15 UTC6 viewsread 8 August 2026 Photo
د خلکو د ځورولو او شرمولو له لاملونو څخه یو هم، د هغوی د شخصي ژوند په اړه بېضرورته او بېګټې پوښتنې کول دي.
په حدیث شریف کې راغلي دي: «د یو شخص د اسلام له ښېګڼې څخه دا ده کوم څه چې ده ته اهمیت نه لري [او ورپورې اړه نه لري] پرېږدي» [ترمذي]
ـ دکتر عبدالملک القاسم
Signed خادم قرآن او سنت
4 Aug 2026, 16:28 UTC7 viewsread 8 August 2026 Photo
په لټۍ (تنبلي) کې تر ټولو بد شی دا دی، چې د دې لامل کېږي یو کار د څو کارونو په څېر ښکاره شي!
–مصطفی صادق الرافعی رحمه الله
Signed خادم قرآن او سنت
4 Aug 2026, 00:21 UTC7 viewsread 8 August 2026 لنډې او اوږدې لیکنې علمي او تحقيقي کتابونه (په پی ډی ایف بڼه)
@M_R_SAFI
Signed خادم قرآن او سنت
27 Jul 2026, 18:25 UTC16 viewsread 8 August 2026 Photo
له هغه چا سره چې کله په غوسه کېږي، نو پر تا دروغ تړي، ملګرتیا مه کوه.
فضیل بن عیاض رحمه الله
(شغب الإیمان: ۹۰۵۰)
Signed خادم قرآن او سنت
26 Jul 2026, 17:36 UTC18 viewsread 8 August 2026 Photo
ایا پوهېږئ کورنۍ څه وخت له ماتې سره مخ کېږي؟
• هغه وخت ماتې خورو چې؛ د خپلې کورنۍ د غړو په پرتله پردیو ته زیات ارزښت ورکړو.
• هغه وخت ماتې خورو چې؛ (د نورو) د ستاینې او درناوي لپاره لوی متنونه لیکو، یا د خپلو ملګرو او پېژندویانو لپاره د مېلمستیا د جوړولو په فکر کې یو، خو هېروو چې هره ورځ خپلې کورنۍ ته درناوی وکړو.
• هغه وخت ماتې خورو چې؛ ښکلي لوښي یوازې د مېلمنو لپاره وي، خو د خپلې کورنۍ د غړو لپاره ماتې پیالې او …
Signed خادم قرآن او سنت
24 Jul 2026, 03:10 UTC17 viewsread 8 August 2026 Photo
له عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ فرمایلي دي:
«ارْحَمُوا تُرْحَمُوا، وَاغْفِرُوا يُغْفَرْ لَكُمْ، وَيْلٌ لِأَقْمَاعِ الْقَوْلِ، وَيْلٌ لِلْمُصِرِّينَ الَّذِينَ يُصِرُّونَ عَلَىٰ مَا فَعَلُوا وَهُمْ يَعْلَمُونَ».أخرجه أحمد (۱۶۵/۲، رقم ۶۵۴۱)، والبخاري في الأدب المفرد (۱۳۸/۱، رقم ۳۸۰)، والبيهقي في شعب الإيمان،و.............
یعنې: «پر نورو رحم وکړئ ترڅو پر تاسو هم رحم وشي، د بښنې او …
Signed خادم قرآن او سنت
20 Jul 2026, 18:06 UTC16 viewsread 8 August 2026 Photo
ایا نه پوهېږئ چې تاسو ته د خلکو اړتیا، د الهي نعمتونو څخه یو نعمت دی؟ نو مبادا چې له دې نعمته ستړي شئ، ځکه په دې صورت کې به دا نعمت په عذاب (محرومیت) بدل شي.
فضیل بن عیاض رحمهالله
(شعب الإيمان للبيهقي: ۱۱۸/۶)
Signed خادم قرآن او سنت
20 Jul 2026, 02:59 UTC14 viewsread 8 August 2026 Photo
چوپتیا حکمت دی، مګر د مېړه او ښځې په اړیکه کې نه...
د ښځې او مېړه ترمنځ خبرې اترې د دوی د اړیکې د ژوندي پاتې کېدو په مانا دي او چوپتیا د دې اړیکې د مړینې په مانا.
د خپل ژوند له شریک (شریکې) سره خبرې وکړئ. مه پرېږدئ چې د الفت او محبت چینې وچې شي.
ـ ډاکټر خالد الدریس
Signed خادم قرآن او سنت
19 Jul 2026, 10:24 UTC15 viewsread 8 August 2026 Photo
امام بقاعي په خپل تفسیر «نظم الدرر (۱۱۸/۲)» کې د دغې جملې {وَبِمَا كُنْتُمْ تَدْرُسُونَ} په اړه لیکي:
«ځکه چې د درس ګټه: علم دی، او د علم ګټه: عمل دی، چې د هغې یوه برخه د خیر کارونو په کولو باندې هڅونه، او له پیدا کوونکي (خالق) څخه وېره ده».
📚 تفسير عون المنان
Signed خادم قرآن او سنت
18 Jul 2026, 02:31 UTC13 viewsread 8 August 2026 Photo
د الله تعالی له رحمت څخه ناهیلي کېدل لویه ګناه ده!
له انس رضي الله عنه څخه روایت دی چې وایي: ما د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم څخه واورېدل چې فرمايل یې: «قَالَ اللهُ تَعَالَى: يَا ابْنَ آدَمَ، لَوْ أَتَيْتَنِي بِقُرَابِ الْأَرْضِ خَطَايَا، ثُمَّ لَقِيتَنِي لَا تُشْرِكُ بِي شَيْئاً، لَأَتَيْتُكَ بِقُرَابِهَا مَغْفِرَةً».أخرجه الترمذى (٥٤٨/٥ ، رقم (٣٥٤٠) ، وقال : غريب - والضياء (٣٩٩/٤ ، رقم (١٥٧١) ، وقال : إسناده…
Signed خادم قرآن او سنت
15 Jul 2026, 05:36 UTC17 viewsread 8 August 2026 Photo
زهد دا دی چې زړه له دنیا څخه خالي وي، نه دا چې لاس خالي وي.
ابراهیم بن ادهم رحمه الله
[عدة الصابرين: ۵۱۰]
Signed خادم قرآن او سنت
14 Jul 2026, 15:30 UTC15 viewsread 8 August 2026 Photo
سلفو صالحینو به فرمايل: «تجارت او کسب کوئ؛ ځکه تاسو په داسې یو عصر (زمانه) کې یاست چې که چېرې له تاسو څخه یو څوک محتاج او اړ شي، نو لومړی شی چې هغه یې خوري د هغه دین دی».
او همدارنګه د هغوی له جملې څخه یو تن ویلي دي: که چېرې زه داسې مال (له ځانه وروسته) پرېږدم چې الله تعالی د هغه په اړه له ما څخه حساب وغواړي، غوره ده له دې څخه چې خلکو ته اړ او محتاج شم... تفسیر روح المعاني (۴/۲۰۲).
📚 تفسیر عون المنان
Signed خادم قرآن او سنت
Showing the 12 most recent of 20 posts we hold for @qwerjffd. View and reaction counts are the latest single reading for each post, not a live figure, and a recent post is still accumulating both. A view count marked ≈ was rounded by Telegram before we ever saw it — t.me prints views in full below 1,000 and to three significant figures above, so ≈1,200,000 means somewhere between 1,150,000 and 1,249,999. Unmarked counts are exact. Text is reproduced from the public post preview and truncated for length.