9 Aug 2026, 11:43 UTC3 viewsread 9 August 2026 د استقلال ترانه
پــه مینه لمانځو استقلال د وطن
نور ختم شوی دی اشغال د وطن
د پر مختــــګ او ترقــۍ په مسیر
خدای دي یو کړي ټول رجال د وطن
کړو پــــــه ګلونو استقبال د وطن
منــور شــــــوی دی جمال د وطن
له بــدو سترګو خـــو یې ربه ساته
ده خـــــو جنت جنت مثال د وطن
څه یو وړوکی قیامت تیر شو خدایه
شکر خو باسو اوس په حال د وطن
دې ازادۍ او دې حُریت ته یـــو څو
زلمــــو راوړی نــــوی شال د وطن
تر څو چې ساه وي په بدن …
Signed زیارمل ذاکر
9 Aug 2026, 04:29 UTC4 viewsread 9 August 2026 Forwarded from @abawynat131File
النبوی اداره یې وړاندي کوي
نوی دوطن په ویاړ، ترنم💔
کــســر
ته د غیرت او د ننګ کور یې
وه وطنه
ابـادوو دې کـوو ژمنه
خوږه هیواده
تا ته ټيټ شوي دي کافر مغرور سرونه
وه وطنه
ابـادوو دې کوو ژمنه
خوږه هیواده
ترنم لیاقت الله شاهد
شعر، زیارمل ذاکر
#النبوي_دترانو_سترمرکز
https://t.me/abawynat131
Signed زیارمل ذاکر
9 Aug 2026, 04:27 UTC5 viewsread 9 August 2026 Photo
Photo, posted without a caption
Signed زیارمل ذاکر
8 Aug 2026, 19:08 UTC7 viewsread 9 August 2026 حریت او ازادي
د ازادی بیرغ دې هسک پـــــه ټول جهان وي
یا الله تل دې اباد دا ښایسته افغانستان وي
د هــر غلیم پـــه ککرو دی
وطن مو ډک لــــه هدیرو دی
غږ د تکبیر لـــه سنګرو دی
مسکــن د سپینو حماسو دی
کــــــور د اتلو شـا زلمو دی
له شور او شرنګه په جذبو دی
تا به ساتو تر څو مو زړو کې سپین ایمان وی
یــا الله تل دې اباد دا ښایسته افغانستان وي
د ازادۍ ویاړ راســـره ده
دا مـــــو د وینو ثمره ده
په وطن سوله را خپره ده
ه…
Signed زیارمل ذاکر
Channel name was changed to «غزلیز خیال»
5 Aug 2026, 13:50 UTC13 viewsread 9 August 2026 استقلال
دغیرت او هیمت باب دی
د ژوندي ضمیر ځواب دی
د سپیڅلو هیلــــو نوی
خندیدلی نــــو بهـــار دی
د شملو نــوی غرور دی
د بیدار نسل شعور دی
دا سپیڅلې پاکه خاوره
دا وطن مو لاله زار دی
دغیرت په هسکه څوکو
دبری بیرغ جګ شوی
په ارام او په امنیت مو
اوس هر کونج او هر دیار دی
امن خپور په هره خوا کې
امن تیت دی به فضا کې
د تاریخ په هر یو باب مو
افتخار دی افتخار دی
د ســـــر کښو لاره ورکه
د باطل کاسه په سر شوه
د ایمان محکم …
Signed زیارمل ذاکر
16 Jul 2026, 19:59 UTC19 viewsread 9 August 2026 File
ته د غیرت او د ننګ کور یې
وه وطنه
ابـــــادوو دې کــــــوو ژمنه
خوږه هیواده
اواز قاري لیاقت الله شاهد
شاعر زیارمل ذاکر
https://t.me/zyarmalzakir
Signed زیارمل ذاکر
10 Jul 2026, 12:26 UTC24 viewsread 9 August 2026 درد
همـــدا به د قسمت او د تقدیر پاڼه کې تیره وه
چې ته یې کړې شهید یاره هغه مرمۍ کافره وه
چې ته لاړې روان شولې هډونه مې خبر وله
قسم په خدای په زړه کې مې غالبه همدا ویره وه
تر اوسه یــــې د حسن او اخلاقو اغیز پاتې دی
دا سې ورځ خو نه وه چې له مانه به دا هیره وه
مزار ته دې چې راشم د زړه حال په اوښکو ووایم
تا سره مــــــې یاره دا وفا هـــم تــــــر اخیره وه
چې پورته دې له مخ ما د کفن سپینه جنډه کړله
په حسن کې قسم د…
Signed زیارمل ذاکر
10 Jul 2026, 12:21 UTC19 viewsread 9 August 2026 غزل
ستا د هجر درد او د وصال کیسه خوږمنه وه
بې تا نه د ژونـــــد هره شیبه راته غمجنه وه
په قبر دې چې خاورې اړولې نو ما چیغې کړې
زما د بـــــې وسۍ هره ناره خورا درد منه وه
طبیبه! د رنځور زړګي مې مه پوښته د حال خبر
پټه مــې د بخت په تورو خاورو کـــې لمنه وه
د هجر تورو شپو کې مې د اوښکو ډیوې بلې کړې
ستا پــــه درد او غم خو زندګی زمــا شتمنه وه
نه مې ؤ ګومان کړی چې داسې به بې وسه شم
خو نن دې سر ته کیناستم تړلې یې ست…
Signed زیارمل ذاکر
Posted without readable text
6 Jul 2026, 15:01 UTC29 viewsread 9 August 2026 غزل
ستا له یادونو سره وغږیدم
نن له غمونو ســره وغږیدم
د زړه ګیلې مې ورته ټولې وکړې
ستا تصویرونو سره وغږیدم
د هـجــــر باد چې پـه ما ولګیده
له پرهرونو ســــــره وغږیدم
د عشق په لاره کې مې دیر ولیدل
لــه ماتو زړونو سره وغږیدم
د لیونتوب تر حده ورسیدم
له ځنځیرونو سره وغږیدم
وخ بې وسۍ دې وي خو دومره هم نه
له نصیبونو سره وغږېدم
د درد داستان ته مې ؤ غوږ نیولی
له دیوالونو سره وغږیدم
د هر ارمان سر ته مې ودریدم
لــه ګر…
Signed زیارمل ذاکر
Posted without readable text
Showing the 12 most recent of 20 posts we hold for @zyarmalzakir. View and reaction counts are the latest single reading for each post, not a live figure, and a recent post is still accumulating both. A view count marked ≈ was rounded by Telegram before we ever saw it — t.me prints views in full below 1,000 and to three significant figures above, so ≈1,200,000 means somewhere between 1,150,000 and 1,249,999. Unmarked counts are exact. Text is reproduced from the public post preview and truncated for length.